«مقاومت جبهې» په بغلان کې د اتو طالبانو او خپلو دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ

اطلاعات روز: د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» وياند صبغت الله احمدي ادعا کړې چې د بغلان په اندرابونو کې له طالبانو سره په جګړه کې د دې جبهې دوه غړي او اته طالبان وژل شوي دي.

احمدي نن (چهارشنبه، ۲۴ د کب) پرلپسې ټویټونو کې ليکلي، چې دا جګړه تر هغه وروسته پېښه شوه چې طالبانو تېره شپه غوښتل د اندرابونو د «پل حصار» سيمې په «تغانک» کلي کې کور په کور پلټنه وکړي.

د ښاغلي احمدي په وينا، د عبدالحکيم اندرابي او نورالله اندرابي په نوم د «مقاومت جبهې» غړي چې دواړه وروڼه و، د طالبانو پر وړاندې مقاومت کړی او د اتو طالبانو تر وژلو وروسته په خپله هم وژل شوي دي.

احمدي زياته کړې، چې عبدالحکيم په بغلان کې د پخوانيو ملي پوليسو افسر و او نورالله د پخوانيو ځانګړو کمانډو ځواکونو غړی و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په بغلان کې ځايي سرچينې هم مني چې د «مقاومت جبهې» د غړو او طالبانو تر منځ تېره شپه نښته پېل شوې وه او تر نيمې شپې يې دوام درلود.

د سرچينو په وينا، د «مقاومت جبهې» غړي د خپلو مهماتو تر خلاصېدو وروسته د طالبانو له لوري وژل شوي دي.