طالبانو پکتیا کې پنځه کسانو ته عام محضر کې «تعزیري» سزا ورکړه

اطلاعات روز: د طالبانو د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن (چهارشنبه، ۲۴ د کب) سهار یې په پکتیا ولایت کې پنځه کسانو ته عام محضر کې «تعزیري» سزا ورکړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسانو ته د غلا، له کوره د تېښتې، اخلاقي فساد او په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو انځورونو د خپرېدو په تور ورکړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو کسانو په شویو څېړنو کې هغوی په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

خو دوی دا نه دي ویلي، چې دغو کسانو ته یې کوم ډول سزا ورکړې او نه یې هم روښانه کړې چې په دوی کې ښځې هم شاملې دي او که نه.

له یو څه ځنډ وروسته دا په هیواد کې په عام محضر کې هغه اقدام دی چې د طالبانو د محکمې له خوا تطبیق کیږي.

نړیوالې ټولنې، د بشر حقونو کمیسیون او متحده ایالاتو بار، بار له طالبانو غوښتنه کړې چې له صحرایي محکمو او په عام محضر کې مجرمینو ته د سزا له ورکولو ډډه وکړي، خو طالبان وايي، چې دوی په هیواد کې اسلامي احکام عملي کوي.