سپینه کودتا او تیاره ژوند؛ د «زړورتیا» جایزه چاته ورسېده؟

د افغانستان سلطنتي نظام په کال ۱۳۵۲لمریز کې د سپینې کودتا پر مهال راچپه شو او د افغانستان سیاسي بې ثباتۍ هغه د کورنیو جګړو اور ته ور ټېله کړ. په لنډه موده کې داود خان، نورمحمد تره‌کي، حفیظ‌الله امین، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب‌الله یو په بل پسې افغانستان ته د ثبات را وستلو په نیت د یو بل پښې ووهلې او د افغانستان د واک پر ګدۍ یې څنګ وواهه. هر یوه د ثبات په نامه «هغه څه چې د افغانانو ورکه هیله وه» د لاس ته راوړلو لپاره ډېر ناندرۍ او وژنې وکړې، خو یو یې هم بریالی نشو. د افغانستان د خلکو عقیدې څارل او شنل یې یو لوی کار وبلل شو. د دې کار په پایله کې زرګونه افغانان د خاد دستګاه په وسیله ان ژوندي خښ کړل، خو په پایله کې یې نه یوازې دا چې ثبات ټینګ نه کړ، بلکې میلیونونه افغانان یې کډوالۍ ته اړ کړل.

د غزني ولایت اوسېدونکی محمد عیسی د همدې دورې د بې‌ځایه شویو کسانو له ډلې  یو دی. عیسی د شپېتمو کلنو په اړو دوړ کې ښار پرېښود او په جاغوري ولسوالۍ کې یې یوه کلي ته پناه یووړه.

لا یې څو میاشتې نه وې تېرې شوې چې پر کور یې رحمت وورېد. ۱۳۶۶لمریز کال و، چې د محمد عیسی په کور کې وړه ماشومه «ذاکره» وزېږدله. ذاکره د زرګونو نورو ماشومانو په څېر د غمیزو په منځ کې لویه او په همدې کډوالۍ کې دنګه نجلۍ وخته.

ښوونځی

په افغانستان کې د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم د نجونو زده‌کړې منع وې. هغو کسانو چې نجونو ته به یې درس وایه، تر څار به لاندې وو. طالبانو پر افغانستان د واکمنۍ له پېل سره سم پر نجونو د زدکړو بندیز ولګاوه او میلیونونه نجونې له زدکړو بې برخې شوې، خو په جاغوري ولسوالۍ کې شرایط بدل و. د متوسطه او ابتدایه دورې ښوونځي د نجونو پر مخ خلاص وو. که څه هم د لا ښو زده‌کړو لپاره زده‌کوونکو باید لوبې کړی وای، اتلولۍ یې خپلې کړې وای، منډې او نورې لوبې یې کړی وای، خو ناممکنه وه او شرایط ډېر نامناسب و.

ذاکره کیسه کوي، هغه وخت به چې کله طالبان او یا د څارنې مامورین راتلل، نو د ښوونځي مدیر به زده‌کوونکو ته خبر ورکاوه چې ژر تر ژره ښوونځی پرېږدي او کورونو ته ولاړې شي. هغه وایي: « د طالبانو په لومړۍ دوره کې زه او زما غوندې ډېرو نجونو او هلکانو په ډېر پټ ډول او ستونزو کې د ابتدایه، متوسطه او بیا د لېسې دورې درسونه وویل، خو زه د دې دورو له سختیو هیڅکله هم ناهیلې نه شوم…».

د طالبانو له تګ سره سم ذاکرې خپلې رسمې زده‌کړې پېل کړې. خو دا چې په ښوونځي کې ښوونکي ډېر کم وو، نو د ښوونځي او خلکو په غوښتنه یې په ابتدایه دوره کې نورو ته درس ویل هم پېل کړل.

ذاکره د ۱۳۸۴لمریز کال پای کې له ښوونځي فارغه شوه. له فراغت سره هم‌مهاله یې کورنۍ تصمیم ونیو څو له علي حکمت سره چې تازه د کابل له پولي‌تخنیک پوهنتون څخه فارغ شوی، واده وکړي. هغه تړون چې وروسته یې دواړه تر لویو هیلو ورسول.

ذاکرې په ۲۰۰۹زېږدیز کال کې ترکیه کې د «ارسا» په نوم موسېسه جوړه کړه. ارسا بنسټ د ذاکرې په مشرۍ له سلګونو کډوالو سره بشري مرستې کړې دي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د ترکیې بورس

له کوژدې وروسته، ذاکرې بې له دې چې د ټولنې ناسمو قضاوتونو ته غاړه کېږدي او دا بندیز چې له کورنۍ بغیر لېرې ځای نجونې درس نشي ویلی؛ ماته کړه او کابل ته ولاړه، څو د کانکور کورسونو ته لاس‌رسی ومومي. هغې په ۱۳۸۴لمریز کال کې د کانکور ازموینه ورکړه او د ۳۰۰ نومرو په مټ یې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي ته لاره وموندله، خو دې فاکولتې ته یې زړه نه کېده او د بدلېدو هڅه یې کوله.

د ذاکرې خاوند علي حکمت وایي: «موږ تازه کابل ته راغلي وو، چې اوازه خپره شوې وه چې ترکیې د افغانستان ته بورسیې ورکړې دي. موږ هم د بورسونو لپاره مټې را بډوهلې.»

دواړو د ترکیې دې بورسیو ته، څو دورې ازموینې ورکړې او په اخر کې ومنل شول.

که څه هم دا بورسونه نجونو ته نه وو ځانګړي شوي. علي حکمت وایي، موږ څو میاشتې ترکیې د تګ په تمه تېرې کړې، خو وروسته د ترکیې سفارت اعلان وکړ چې دا بورسونه یوازې د هلکانو لپاره دي. هغه وایي، « له څو میاشتو انتظار وروسته چې کله ذاکره د ترکیې سفارت ته ورغله، سفارت هغې ته د ښځې‌توب په خاطر د رد ځواب ورکړ، خو هلکانو ته چې تر ذاکرې یې کمې نمرې وړې وې، بورسونه ورکړل. هغه ورځ ذاکره ډېره خپه وه. هغې څو ځله د بورسیو له مسوولینو سره هغوی ته د قناعت په موخه خبرې وکړې، ویې ویل، تاسې نو نه باید پر نجونو د طالبانو غوندې محدودیتونه وضع کړئ. ډېرې هڅې یې وکړې، خو هغوی یې خبرې وانه ورېدې.»

د حکمت په خبره، خو کار هغه وخت سم شو چې یوه ورځ د ذاکرې او بورسونو د مسوولینو تر منځ خبرې د ترکیې سفیر اورېدلې وې: « د ذاکرې او د ترکیې سفارت د کارمند تر منځ شور جوړ و، د ترکیې سفیر چې په انګړ کې تېرېده دوی ته پام شوی و، وروسته یې د هغې ټولې خبرې اورېدلې وې. دا د دې سبب شول چې ذاکرې او څلورو نورو نجونو ته یې بېرته د طب بورسونه ورکړل.»

ذاکره د لوړو زده‌کړو له پای ته رسولو وروسته هم په ترکیه کې پاتې شوه، هغه اوس له کډوالو او په ځانګړي ډول افغان کډوالو سره مرستندویه خدمات وړاندې کوي. دا ځوانه ډاکټره اوس مهال د ترکیې په یوه ځانګړي روغتون کې د کډوالو خدمت کوي.

ذاکره د پوهنتون د زده کړو له پای ته رسولو وروسته په ترکیه کې پاتې شوه تر څو په دغه هیواد کې د کډوالو په ځانګړې توګه له افغان کډوالو سره مرسته وکړي. دغه ځوانه ډاکټره اوس په ترکیه کې د کډوالو لپاره په یوه ځانګړي روغتیايي مرکز کې کار کوي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د کډوالو د حقونو فعاله

ذاکره د همدې بورس له لارې ترکیې ته ولاړه. هغې یو کال د ترکي ژبې درسونه ولوستل او بیا یې طب شروع کړ. هغې له دې ټولو سره-سره ټولنیز فعالیتونه هم لرل. یوې سرچینې راته وویل، دې نجلۍ د خپل لیاقت ثابتولو لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړې و. ځکه یې نو په لنډه موده کې وکړای شوای چې ډېر ژر ترکیي ژبه زده کړي او پر انګلیسي ژبه برلاسې شي. دې وړتیا د هغې مسوولیتونه هم ور ډېر کړل.

علي حکمت وایي، « په ترکیه کې مو لومړی کال د بشري مرستو هڅې غیر رسمي بڼه درلوده. موږ په ترکیه کې په ځانګړي ډول له افغان کډوالو سره په ګډه کار کاوه او په اړیکه کې وو. ذاکرې چې په ترکي ژبه ښه تسلط درلود د کډوالو د ستونزو په اړه له دولتي او د کډوالو له ملاتړو بنسټونو سره ښه پوهېده. هغه به دومره مصروفه وه چې ان ډېر وخت به یې خپل ځان هم هېر و.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په ترکیه کې د افغان کډوالو او اوسېدونکو افغانانو ستونزې د افغانستان د رسنیو سرلیکونه دي. سلګونه ریپوټونه په دې اړه خپاره شوي چې د کډوالو سختۍ او ستونزې پکې بیان شوې دي.

علي حکمت وایي، « په ترکیه کې د څلور میلیونه سوریایي کډوالو اوږدمهاله اوسېدو او ټاکنو ته د ترکیې نږدې کېدل هغه څه دي چې د افغان کډوالو حالات یې نور هم ترېنګلي کړي دي. اوس مهال له ترکیې د افغان کډوالو ډېپورټ کېدل په چټکۍ روان دی. د پناه غوښتنې نوملیکنې ته لاس‌رسی کم شوی او سختو اقتصادي شرایطو پر افغان کډوالو اسمان لا نور را ټیټ کړی دی.

د کډوالو چارو دا فعال وایي، د عدالت غوښتنې له ټولو هڅو سره – سره په ترکیه کې د افغان کډوالو ژوند ورځ تر بلې ترېخ کېږي.

ارسا موسېسه

دې ځوانې جوړې په ۲۰۰۹زېږدیز کال کې د «ارسا» په نوم موسېسه جوړه کړه. ارسا بنسټ د ذاکرې په مشرۍ له سلګونو کډوالو سره بشري مرستې کړې دي.

علي حکمت وایي، «کله چې مو کډوالو ته په لومړۍ ځل د بشري مرستو لړۍ پېل کړه، فکر مو نه کاوه چې ډېر دوام به ورکړو، خو ورځ تر بلې نور هم پکې ښکېلېدو. وروسته مو له یو شمېر همفکره ملګرو سره موسېسه جوړه کړه. په دې ټولۍ کې ډېر داوطلب ملګري راسره شول، په ډېرو کمو مالي سرچینو مو کار پېل کړ.»

حکمت زیاتوي، یوازینی دلیل چې موږ په دې ناساز چاپیریال کې بشري مرستو ته دوام ورکړ او پر خپل تعهد ودرېدو، هغه په ترکیه کې له بهرني کډوالو سره ناسم چلند و، چې دوام مو ورکړ. هغه وایي، « ډېر وخت دې پایلې ته رسېدلي یوو چې نور له مرستو لاس اخلو، خو هر ځل به د خلکو بې‌وسۍ او اړتیاوو، بېرته له تصمیم څخه پر شا کړو.»

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت هم په خپله ویب‌پاڼه لیکي چې د ارسا موسېسې مشرې مېرمن حکمت په مرسته ډېری افغانانو په ځانګړي ډول ښځو، نجونو او اقلیتونو ته مرستې رسېدلې. دوی توانېدلي چې ملاتړ یې وکړي او د پناه شرایط ورته برابر کړي.

‌ذاکرې د خپلو همکارانو په ملتیا د ارسا/ ARSAموسېسې له درکه تر اوسه ۲۳۰ د کډوالو د ملاتړ پروژې عملي کړې دي. دوی ۱۱۰زره کډوالو ته په ځانګړي ډول په ترکیه کې د اړتیا وړ خدمات وړاندې کړي دي. په ترکیه کې یوه سرچینه وایي، د ارسا موسېسې درې زره هغو افغان کډوالو ته چې په ۲۰۱۱زېږدیز کال کې یې د ترکیې په وان ښار کې زیان لیدلی و، په نورو ښارونو کې پناه‌ځایونه ورکړي دي.

ذاکرې د ارسا موسېسی تر څنګ د افغان کډوالو د ستونزو حلولو په موخه په ۲۰۱۴زېږدیز د «افغان کډوالو د همغږۍ انجمن»  هم جوړ کړی دی. ذاکره وایي، «هیله‌منده یم چې نور خلک هم د ټولنیز عدالت پر عملي کولو او ټول‌منلې نړۍ جوړولو کې کوښښ وکړي».

د دې ټولو تر څنګ ذاکره د درېیو اولادونو مور ده او په ترکیه کې د کډوالو په یوه ځانګړي صحي مرکز کې کار کوي. ذاکره په ترکیې او نوره نړۍ کې کډوالو ته د پرلپسې او زړورو هڅو په ځانګړي ډول هغو مېرمنو او نجونو چې د ناامنۍ له کبله له خپلو وطنونو لېرې شوې دي، د الهام بښونکې څېرې په حیث پېژندله کېږي.

ذاکره هیله‌منه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «زړورتیا» جایزه ښایې وکړای شي، په ترکیې او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو خراب وضعیت او بیا مېشتېدنې چارې، ښوونه او روزنه او صحي اړتیاو په برخه کې د پاملرنې سبب شي او د کډوالو پر ژوند مثبت اثر ولري.

ذاکره په ترکیه کې د کډوالو ماشومانو سره مرسته کوي. هغه له مهاجرینو څخه غواړي چې د ټولو محرومو خلکو د ژوند شرایطو ښه کولو په موخه هڅه وکړي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د زړورتیا جایزه

د افغان کډوالو د حقونو فعاله ‌ذاکره حکمت له کلونو را هیسې په ترکیه کې له کډوالو سره بوخته ده. تازه د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت د زړورتیا دا جایزه ذاکرې حکمت ته ډالۍ کړې ده. دا جایزه هر کال د بشر حقونو فعالینو ته ورکول کېږي.

د دې جایزې نور ګټونکي د ارجنټاین، د مرکزي افریقا جمهوریت، کوستاریکا، ایتوپیا، اردن، قزاقستان، مالیزیا، مغلستان، پولنډ او اکراین له هېوادونو څخه دي. همدارنګه د «ماډلین البرایټ» ډلې افتخاري جایزه بیا د ایران لاریون‌والو مېرمنو ته ورکړل شوه.

همدرانګه په ۲۰۲۰زېږديز کال کې حسنا امریکایي موسېسې د ښځو لپاره د  «Peacebuilder of the year» نومې جایزه هم ذاکرې ته ورکړې ده. پر دې سربېره په ۲۰۲۱زېږدیز کال کې د انقره‌ایګام چې د کډوالۍ تحقیقاتي موسېسه ده، د انجلینا بوردیت د بیوزلانو جایزه هم ذاکرې ته ورکړه.

د چینگ‌-های Ching Haiموسېسې چې مرکز یې په ټایوان کې دی، د «مهربانۍ» جایزه ورکړې او په روان زېږدیز کال کې له افغان مېرمنو د ملاتړ په برخه کې د استانبول «برابري SES» انجمن هم پر جایزه نازولې ده. ذاکره حکمت هیله‌منده ده چې دا ټولې جایزې به نورو ته هم انګېزه ورکړي چې هڅه وکړي او د هغو کسانو سره چې ژوند یې له کړاونو ډک او له ټولنې کونج ته شوي مرسته وکړي.