په ننګرهار کې سرچینې وايي، د دغه ولایت د خوږیاڼو او بټيکوټ ولسوالیو دوه ځوانان د ایران او ترکیې ترمنځ په سرحدي سیمه کې د سختې یخنۍ او لوږې له امله مړه شوي دي.
د سرچینو په وینا، د دغو دوو ځوانانو، چې اورنګزېب او سبحانالله نومېدل، جسدونه پرون (شنبه، د لړم ۳۰مه) په خپلو پلرنیو سیمو کې خاورو ته سپارل شوي دي.
سرچینې وايي، اورنګزېب د خوږیاڼو ولسوالۍ او سبحانالله د بټيکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و او شاوخوا یوه میاشت وړاندې له خپلو ملګرو سره د قاچاقي لارو له لارې ترکیې ته روان شوي وو.
د سرچینو په وینا، دغه دوه ځوانان د ترکیې په سرحد کې د سړې هوا او لوږې له امله مړه شوي او جسدونه یې د قاچاقبرانو په مرسته او د درې زره امریکايي ډالرو په لګښت د نیمروز له لارې افغانستان ته لېږدول شوي وو.
څو ورځې وړاندې د سمنګان د څلورو ځوانانو جسدونه، چې د قاچاقي سفر پر مهال د ایران او ترکیې په سرحد کې مړه شوي وو، په خپلو پلرنیو سیمو کې خاورو ته وسپارل شول.
د افغانستان وګړي د ایران له لارې په قاچاقي ډول ترکیې ته ځي او له هغه ځایه غواړي اروپايي هېوادونو ته کډوال شي. دغه لاره خطرناکه او مرګونې ده او ځینې کډوال خپل منزل ته نه رسېږي. څو ځله د ترکیې د سرحدي ځواکونو له خوا د سړې هوا، لوږې، ډزو او شکنجې له امله د افغان وګړو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي.
په دې وروستیو کې راپور ورکړل شوی و چې د ایران او ترکیې ترمنځ په سرحدي سیمه کې د اتو کډوالو جسدونه موندل شوي دي.
د کډوالو د چارو یوه فعال له بيبيسي دري سره په خبرو کې ادعا کړې چې د افغانستان ۳۸ وګړي د ترکیې په سرحد کې د سړې هوا له امله مړه شوي او جسدونه یې په ایران کې په سړو خونو کې ساتل کېږي.
