د کابل-جلال اباد پر لویه لاره یو طالب سرتیری موټر وهلی

اطلاعات روز: د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «درونټې» سیمه کې یو طالب سرتیری موټر وهلی او وژلی یې دی.

لغمان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز وایي، چې پېښه نن (پنج شنبه، ۲۵ دکب) غرمه مهال د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند«درونټې» سیمه کې شوې.

هغه وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو طالب سرتیري غوښتل له سړک تیر شي، چې په همدې مهال یو کرولا ډوله موټر وهلی او وژلی یې دی.

نوموړی زیاتوي وژل شوی کس په اصل کې د کونړ ولایت اوسیدونکی او د طالبانو د سرحدي لوا مربوط سرتیری و.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې طالبانو یاد موټر چلوونکی نیولی او په عام محضر کې سخت وهلی او هم یې د کابل-جلال اباد لویه لاره له همدې امله د نږدې نیم ساعت لپاره تړلې وه.

په دې وروستیو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د سړک تنګوالی ښودل شوی دی.