ننګرهار کې ښځینه ژورنالېستانې د بې روزګارۍ له امله له رواني ناروغیو کړیږي

ننګرهار کې ښځینه ژورنالېستانې وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې دندې له لاسه ورکړي او ځینې یې د قتصادي ستونزو له امله آن په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

هدیه په ننګرهار کې د یوې خصوصي راډیو د تفریحي خپرونو چلوونکې وه، هغه وایي د طالبانو په راتګ یې دنده پریښې او اوس مهال یې کورنۍ له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

نوموړې زیاتوي، لویه هیله یې بیا رسنیو ته راتګ دی او غوښتنه کوي، چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه او نورې اړونده ادارې دې ښځينه وو ته په رسنیو کې کاري زمینې برابرې کړي.

هغه وایي، په افغانستان کې ښځې تر بل هر وخته زیاتې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او له طالبانو غواړي چې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې دې محدودیتونه پای ته ورسوي.

هدیه زیاتوي: «د طالبانو حکومت چې راغلی شاوخوا دوه کاله پوره کیږي، زه بې دندې شوې یم له دې وړاندې به مې په یوه خصوصی راډیو کې خپرونې چلوولې او میاشتنی معاش مې اخیسته او له همدې لارې مو د کورنۍ ستونزې حل کیدلې؛ خو اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یو او زه په خپله هم یو ډول د بې روزګارۍ او شته ستونزو له امله په رواني ناورغه اخته شوې یم او لامل یې بې روزګاري ده نو زمونږ غوښتنه له طالبانو او نورو بنسټونو دا ده چې د ښځينه وو لپاره د کار زمینه برابره کړي»

پر رسنیو د طالبانو محدودیتونو له کبله ننګرهار کې ډیری ښځینه ژورنالېستانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. انځور: ګوګل

نوموړې وایي، چې اقتصادي ستونزو او پر ښځو د طالبانو له لوري بندیزونو د نارینه خبریالانو ترڅنګ ښځينه خبریالانې هم په رواني ناروغیو اخته کړي او درملنې ته اړتیا لري.

د مریم په نامه یوه بله ښځینه ژورنالېسته هم ورته شکایت کوي او وایي، د ننګرهار په یو شمېر رسنیو کې د ګوتو په شمېر پاتې ښځینه ژورنالېستانې چې په شکل د اشکالو له رسنیو سره کار کولو ته دوام ورکوي له اقتصادي ستونزو سره-سره له امنیتي ننګونو خوندي نه ‌دي.

نوموړې وایي، په مزار شریف کې پر خبریالانو بمي چاودنې له نارینه وو سربیره په ځانګړې توګه د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې ګواښونو اندېښمنې کړي، له ټولو اړخونو غواړي چې د ژورنالېستانو خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي.

مریم زیاتوي: «زیاتره خبریالانې چې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې یې په رسنیو کې دندې درلودې بې روزګاره شوي او کومې ژورنالېستانې چې په کم معاش لري اوس هم په رسنیو کې کار کوي؛ له امنیتي اړخه ځان خوندي نه احساسوي ځکه څو اوونۍ مخکې په مزار شریف کې پر خبریالانو چاودنه وشوه او هلته خبریالان مړه او ټپیان شول چې دې حالت زمونږ اندیښنې نورې هم زیاتې کړي او غوښتنه کوم، چې د طالبانو شته حکومت او نورې اړونده ادارې دې د خبریالانو ژوند خوندیتوب ته پام ډیر کړي.»

نوریه په ننګرهار کې یوه بله ښځینه ژورنالېسته ده، چې نږدې پنځه کاله یې په رسنیو کې کار کړی، کومه چې د طالبانو له راتګ راهیسې یې بې دندې شوې ده.

 نوموړې د افغان خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځينه ژورنالېستانو د خوندیتوب ترڅنګ دوی ته د کاري زمینو د برابریدو غوښتنه کوي.

هغه وایي، چې د طالبانو له خوا پر ښځو بندیزونو دوی ته اندېښنې زیاتې کړي او له دوی یې د عادي ژوند کولو حق اخیستی، چې له امله یې نه یوازې دوی دندې له لاسه ورکړي بلکې زیاتره یې بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقي لارو تللې دي.

نوریه زیاتوي: «زه په رسنیو کې پنځه کلنه تجربه لرم او د رسنیو په هره برخه کې کار کولای شم، خو طالبان چې راغلي دنده مې پريښې او ځان خوندي نه احساسوم ځکه امنیتي ننګونې هم زیاتې دي او اقتصادي ستونزې؛ هم نو غوښتنه کوو چې باید ښځینه ژورنالېستانو ته کاري زمینې برابرې شي او د دوی ستونزو ته دې د حل لار ولټول شي ځکه زیاتره یې له بې روزګارۍ له روانې اړخه کړیږي.»

نوریه د رسنیو برخه کې پنځه کلنه تجربه چې د طالبانو راتګ سره یې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس په کور ناسته ده. انځور: اطلاعات روز

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور د اطلاعاتو ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون هم مني، چې رسنۍ او خبریالان د دوی له راتګ وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، خو زیاتوي چې هڅه کوي دا ستونزې حل کړي.

بدلون زیاتوي: «دا خبره حقیقت لري چې په ننګرهار خبریالان له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او هم رسنۍ له مالي امکاناتو له کموالي سره مخ دي، خو مونږ هڅه کې یو چې د دوی ستونزو ته رسیده ګي وکړو او د ښځینه وو د کار په اړه د ټاکلي اصولو مطابق کار اجازه ورکول کیږي او زیاتو ته یې ورکول شوې هم ده.»

ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کميټې مسوولین هم مني، چې د طالبانو دحکومت په راتګ سره زیاتره ښځینه ژورنالېستانې بې روزګاره شوي او یو شمېر ښځينه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې له روانې ناروغیو ځورېږي.

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې ۲۲ راډيوګانې او درې ټلوېزیوني شبکو فعالیت کاوه، چې له ډلې یې ۷ غږیزو او یوې تلویزیوني شبکې خپل فعالیت د اقتصادي ستونزو له امله درولی دی.

د خوندیتوب ټولنې د معلوماتو له مخې، تر ۲۰ زیاتې ښځينه کارکوونکې په یادو رسنیو ‌کې په دندو بوختې وې چې دمګړۍ ټولې په کور ناستې دي.