طالبانو مزار شريف کې د داعش پر پټنځایونو د عملياتو ترسره کیدو خبر ورکړ

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وایي، چې د دې ډلې ځواکونو د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د داعش پر پټنځایونو عمليات کړي دي.

نوموړي پرلپسې ټویټونو کې لیکلي، چې دا عمليات تېره شپه (جمعه، ۲۶ د کب) د مزار شريف ښار په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحيه کې شوي دي.

مجاهد دا عمليات ځپونکي بللي او ويلي يې دي چې د داعش يو شمېر وسله وال وژل شوي او د دوی مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي. هغه ويلي دي چې په دې عملياتو کې د طالبانو يو غړی هم ژوبل شوی دی.

تېره شپه د مزار شريف ښار اوسېدونکو د نښتې په اړه خبر ورکړی و.

لږ تر لږه دریو سرچينو له مزار شريف ښار څخه ويلي و، چې د دې ښار په دشت شور سيمه کې د جمعې په شپه شاوخوا يوه بجه نښته پېل شوه او تر دریو بجو يې دوام درلود.

خپلواکو سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبان په داسې حال کې د داعش پر ضد د عملياتو خبر ورکوي چې دغې ډلې په مزار شريف کې د دوو وروستيو بريدونو پړه منلې ده.

په يوه بريد کې د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل ووژل شو او يو بل بريد د خبريالانو پر يوې راټولیدنه وشو چې له امله یې درې تنه ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.