اطلاعات روز: د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې یو کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي او دوه نور ماشومان یې ټپیان کړي دي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس شبیر احمد عثماني په خپله ټویټر پاڼه د پېښې پخلی کړی او لیکلي یې دي، چې یاد کس تېره شپه (جمعه، ۲۶ د کب) خپله مور، لور او یو زوی وژلی او دوه ماشومان یې ټپیان کړي دي.
نوموړي د پیښې لامل نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې دغه کس په نشه يي موادو روږدی و.
ده د طالبانو د امنیې قومندانۍ غوښتي چې د ورته پېښو مخنیوی دې وکړي.
خو په خوست کې یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې ګربزو کې د رامنځته شوې پېښې پر مهال دوه ماشومان ټپیان شوي او په قتل تورن کس هم وژل شوی، خو د هغه د وژنې نور جزیات په ډاګه نه کړل.
تر اوسه په خوست کې د طالبانو امنیې قومندانۍ رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو خلک د دا ډول پېښو لامل بې روزګاري، اقتصادي ستونزې او کلتوري مشکلات په ګوته کوي او وايي، که خلکو ته د کار زمینه برابره او اقتصادي ستونزې یې هوارې شي، نو څوک دې ته نه مجبوره کیږي چې د نشه يي موادو استعمال ته مخه کړي.