د جلال اباد – پېښور پر مسير د مسافر وړونکو بسونو په اړه د طالبانو او پاکستان هوکړه

اطلاعات روز: پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې د دې هيواد حکومت له طالبانو سره د پېښور او جلال اباد تر منځ د مسافر وړونکو بسونو د تګ – راتګ په اړه موافقه کړې ده.

د سرچينو او هغو اسنادو له مخې چې د ايکسپريس ټريبيون لاس ته ورغلي، دا پرېکړه د افغانستان د «نړيوالې همغږۍ» د مرکز په غونډه کې شوې ده.

سرچينې وايي، چې د طالبانو او پاکستان حکومتونو موافقه کړې چې د جلال اباد – پېښور پر لاره به د ۱۵  څخه تر  ۲۰ کسیز بسونه تګ – راتګ کوي.

يوې سرچينې ايکسپريس ټريبيون ته ويلي: «د هوايي سفر ستونزې ته په پام سره د ځمکني سفر اجازه ورکړل شوې ده. د طالبانو د حکومت تر راتلو وروسته هوايي سفرونه سخت شوي دي.»

ايکسپريس ټريبيون ليکلي، چې د پاکستان له لوري د مسافرو او د هغوی د بارونو ګمرکي او د کډوالۍ ترخيص به د بسونو په ټرمينل کې کېږي. ويل شوي دي چې هلته به د پلټنې يوه نوې سيمه جوړېږي چې په موډرنو وسايلو به هم سمبال وي.

همدا راز د افغانستان خوا ته به د بس ترمينل په جلال اباد کې جوړېږي. سرچينې زياتوي چې د دې توافق له مخې طالبان په افغانستان کې د بسونو، مسافرينو او د هغوی د سامانونو د امنيت مسووليت لري.