متقي: داعش په افغانستان حضور نه لري

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې داعش وروستيو ورځو کې د لږ تر لږه د دوو بريدونو پړه منلې، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي وايي، چې داعش په افغانستان کې شتون نه لري.

نوموړي د طالبانو تر مديريت لاندې له ملي ټلويزیون سره په خبرو کې ويلي، چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

متقي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو هيڅ مخالفه ډله نشته او د ځینو پیښو عاملين له بهره راځي.

داعش ډلې د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د دوو وروستيو بريدونو پړه منلې ده.

په يوه بريد کې د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل په خپل دفتر کې ووژل شو. يو بل بريد د خبريالانو په غونډه کې وشو، چې د يوه خبريال په ګډون یې دوه تنه ووژل او ۱۵ نور خبريالان يې ژوبل کړل.

تېره ورځ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اعلان وکړ چې د دې ډلې ځواکونو په مزار شريف ښار کې د داعش پر پټنځايونو بريدونه کړي دي. د طالبانو د مسوولينو په وينا، په دې عملياتو کې پنځه داعشيان وژل شوي دي.

د سنتکام د قومندان تازه څرګندونې

د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې داعش په افغانستان کې تر شپږو مياشتو په کمه موده کې کولای شي چې د امريکا يا بل لوېديځ هيواد پر ګټو بريد وکړي.

ده د امريکا سنا ته ويلي، چې په اسيا او اروپا کې د «بهرنيو عملياتو» لپاره د داعش وړتيا په چټکۍ پر زياتېدو ده.

متقي د دې امريکايي جنرال ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د تروريستي ډلې د ګواښ په اړه ځينې څرګندونې يا هم بې خبري او يا هم غرضي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په ځلونو په افغانستان کې د داعش له حضوره انکار کړی او رد کړی يې دی.

خو د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته که څه هم د داعش بريدونه کم شوي، مګر دوام لري.