اطلاعات روز: په جوزجان کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ډلې د حج او اوقافو مدير په آقچه ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
د دې کس نوم عبادالله و او په جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د وياند عبدالستار حليمي په وينا چې دی نن (يکشنبه، ۲۸ د کب) په يوه مسجد کې د چاقو په ګزار وژل شوی دی.
عبادالله د طالبانو غړی و، د ده د قتل انګېزه لا هم معلومه نه ده.
په جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند وايي، چې د دې قتل د عاملينو د معلومولو لپاره هڅې روانې دي.
ځايي سرچينې وايي، چې عبادالله شپږ ورځې وړاندې د آقچه ولسوالۍ د حج او اوقافو د مدير په توګه معرفي شوی او خپل کار يې پېل کړی و.
