دايکندي کې د طالبانو د امر بالمعروف مامورين: د نوروز لمانځل ناروا دي

اطلاعات روز: په دايکندي کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورينو په يوه غونډه کې د دې ولايت اوسېدونکو ته ويلي چې د نوي لمريز کال يا نوروز لمانځل «ناروا» دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نن (يکشنبه، ۲۸ د کب) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د اسلام دين د نوروز لمانځل منع کړي او د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ تر ټولو ښه وخت «دوه اخترونه» دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې په دايکندي ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبينو د ۳۵ مسجدونو له لمونځ کوونکو سره ليدلي او هغوی ته يې په وينا کې ويلي، چې خپل اولادونه دې له اسلامي ارزښتونو سره سم وروزي او د «غربي افکارو، خوارجو او منحرفينو پر وړاندې دې مبارزه وکړي».

د دايکندي په کيتي ولسوالۍ کې د طالبانو امر بالمعروف امريت هم د يوې اعلاميې له لارې د نوروز لمانځل يو پردی او غير اسلامي دود ګڼلی او ويلي يې دي چې «هر څوک که د کفر کلتور د خلکو تر منځ دودوي، په خپله هم له هغوی څخه ګڼل کېږي».

دې آمريت ويلي، چې په نوروز کې د ډالۍ ورکول هم سم نه دي او «له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي».

طالبانو د نوروز جشن د افغانستان له کليزې هم حذف کړی دی.

د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د لمريز کال لومړۍ ورځ د نوروز جشن و او په کابل او د هيواد په شمال بلخ ولايت کې به په رسمي توګه لمانځل کېده.

نوروز يو لرغونی جشن دی چې د ايران، تاجکستان، آذربايجان او د نړۍ د نورو مهمو ځايونو په مشترکه تمدني حوزه کې لمانځل کېږي.