اطلاعات روز: د اسټراليا فدرالي پوليسو اعلان کړی چې د دې هيواد يو پخوانی سرتېری په افغانستان کې د يوه ملکي وګړي د وژنې په تور نيول شوی دی.
د رويټرز خبري اژانس په وينا، د اسټراليا فدرالي پوليسو د يوې اعلاميې له لارې ويلي، ټاکل شوې چې دا ۴۱ کلن سړی د اسټراليا په محکمه کې د جنګي جنايت د قتل له فقرې سره سم تورن شي چې حد اکثر مجازات يې عمري بند دی.
په ۲۰۲۰ کال کې څلور کلنې څېړنې ښيي چې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ظاهرا ۳۹ بې وسلې او ملکي وګړي وژلي دي.
له راپورونو سره سم، ارشدو کمانډويانو ځوان سرتېري اړ کړي چې بې دفاع بنديان ووژني.
د دې راپور تر سپارښتنو وروسته، د اسټراليا د پوځ پخواني او اوسني ۱۹ غړي يوې ځانګړې پلټنې ته وغوښتل شول تر څو معلومه شي چې ايا د قانوني تعقيب لپاره بشپړ شواهد شته او که نه.
اسټرالوي ځواکونه د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو برخه و چې دوې لسيزې يې په افغانستان کې حضور درلود.
په افغانستان کې ځينې نور بهرني نظاميان هم په جنګي جرمونو تورن شوي دي.
له دې منځه يو څه وخت وړاندې د بريتانيا دفاع وزارت اعلان کړی و، چې د بريتانوي پوځونو له لوري په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې د ادعاوو په تړاو يې ځانګړې پلټنې پېل کړې دي.
ټاکل شوې وه چې د جرمونو نړيواله محکمه هم د امريکايي نظاميانو د جنګي جنايتونو د تورونو په اړه پلټنې وکړي، خو د امريکا د هغه وخت حکومت د دې محکمې څارنوالان امريکا ته پرېنښودل.