د ارزګان د دهراوود یو شمېر اوسېدونکو اعتراض: د کلونو ابادې ځمکې راڅخه په زور اخیستل کېږي

اطلاعات روز: د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په یوه اعتراض کې ادعا کوي چې یو بل قوم د طالبان په مرسته له دوی څخه د کلونو ابادې شوې ځمکې په زور اخلي، خو د طالبانو ولایتي مسوولین اعتراض کوونکي غاصبان بولي او وايي، چې کلونه یې د بل قوم ځمکې  لاندې کړې دي.

دغه اعتراض‌کوونکي د دهراوود ولسوالۍ په «جونو» سیمه کې راټول شوي وو او ادعا یې کوله چې دغلته شاوخوا زر جریب ځمکه د دوی ملکیت او اوس ترې په زور اخیستل کېږي.

دوی وایي، کلونه کېږي چې دا ځمکې یې پېرلي او ابادې کړي او همدارنګه سندونه یې هم په لاس کې لري.

یو اعتراض کوونکی محمد غوث وایي، یاده ځمکه کلونه مخکې د دوی د پلرونو او نیکونو له لوري پېرل شوې او اوس یو شمېر کسان په طالبانو کې له خپل نفوذ او اړیکو په کار اخیستو دا ځمکې خپلې بولي او دوی ته یې د ور پرېښودو خبر ورکړی دی.

هغه وایي، د «جونو» په سیمه کې په زرګونه جریبه ځمکه د کلونو اباد شوي کورونه او باغونه په زور ترې اخیستل کېږي.

نوموړی زیاتوي، د یو شمېر کسانو له خوا ورسره توپیري چلند کېږي او د طالبانو په دولتي ادارو کې د خپل نفوس څخه په استفادې د هغوی ملکیت اخیستل کېږي.

همدارنګه یوبل اعتراض کوونکی محمد ابراهیم بیا وایي، چې د قبالو ترڅنګ د مسوولینو هغه اسناد هم په لاس کې لري چې کابو ۲۳ کاله وړاندې د طالبانو پخواني مشر  محمدعمر  ورکړي دي.

دی زیاتوي، چې ټول شته اسناد یې ارزګان کې د طالبانو اړوندو مسوولینو او قضایي ادارو ته سپارلي، خو چا یې غږ نه دی اوریدلی.

دغه اعتراض کوونکي ګواښ کوي چې هیڅکله به خپلې ابادې شوې ځمکې او کورونه چاته پرینږدي او د هر ډول تیري پر وړاندې به ودریږي.

خو ورته مهال بیا د اعتراض کوونکو مقابل لوری وایي، چې د «جونو» په دښت کې یاده  سیمه یې د طالبانو د درې ګونو محکمو  او د دغه ډلې د مشرتابه په حکم خپله کړې او ډېر ژر به ورته وسپارل شي.

له دې ډلې د حاجي غلام‌نبي په نوم کس وایي: «د یادې ځمکې ملکیت د تثبیت لپاره اسلامي امارت ځانګړې محکمه جوړه کړې وه چې په پایله کې زموږ ملکیت وګڼل شوه او مقابل لوري ته یې د خوشې کولو امر وشو.»

دی غوښتنه کوي چې په دې برخه کې د محکمې صادر شوی حکم دې ژر عملي او د دوی ملکیت دې ور وسپارل شي.

بلخوا، د ارزګان ځايي مسوولین هم وايي، چې د دهراوود ولسوالۍ اړوند د جون سیمې دښته چې کابو زر جریب پرخوالی لري او لسګونه کورونه ورباندې اباد شوي، د محکمو د پرېکړو له مخې د اعتراض‌کوونکو د مقابل لوري ملکیت بلل شوی دی.

د یادې ولسوالۍ امنیې قوماندان ملا بشیر زیاتوي ولایتي ادارې ده ته دنده سپارلې چې حق حقدار ته په سپارلو کې خپل مسوولیت ادا کړي او د محکمو حکم عملي کړي.

د ارزګان د والي ویاند احسان الله حماس بیا اعتراض کوونکي غاصبان بولي او وايي، چې له کلونو راهیسې یې د مقابل لوري ځمکې لاندې کړې وې.

هغه وایي، اوس درې ګونو محکمو د مقابل لوري په حق کې پرېکړه کړې او دا ځمکه یې د هغوی ملکیت بللی چې په غبرګون کې یې یو شمېر کسانو اعتراض کړی دی.

نوموړی د اعتراض‌کوونکو اعتراض بې‌ځایه بولي او زیاتوي چې تر راتلونکو دوو ورځو به د محکمې پرېکړه عملي شي.