اطلاعات روز: پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوروز په مناسبت په يوه پیغام کې هيله ښودلې چې طالبان به د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.
هغه په خپل پيغام کې چې نن (دوشنبه، ۲۹ د کب) خپور شوی دی، خلکو ته د نوروز د جشن او نوي ۱۴۰۲ کال د را رسېدو مبارکي ويلې او هيله يې ښوولې چې نوی کال به «د افغانستان خلکو ته سوله او ټيکاو، خوشالي او نېکمرغي او زرغونتيا راوړي».
کرزي په خپل پيغام کې طالبان د «سرپرست اسلامي حکومت» په نوم ياد کړي او ويلي يې دي چې د هيواد د ودې، پرمختګ او ځان بساينې لپاره د تعليم ارزښت ته په پام سره هيله لري چې دا حکومت به د نوي لمريز کال په پيلېدو د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې خلاصې کړي او کار ته به د ښځو د راستنېدو زمينه برابره کړي.
طالب چارواکو تر اوسه د نجونو د ښوونځيو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو دا مهال په سړو سيمو کې پوهنتونونه يوازې د نارينهوو لپاره پرانيستل شوي دي.
همدا راز پخواني ولسمشر په خپل پيغام کې ټينګار کړی چې له کوم ځنډ پرته دې ملي خبرې – اترې پېل شي.
ده ويلي: «په هيواد کې د ملي يووالي د پياوړتيا، سولې او ثبات د تأمين لپاره چې د افغانستان د خلکو هيله ده، له کوم ځنډ پرته د ملي خبرو – اترو پر پيلېدو ټينګار کوم.»