بلخ کې د داخلي توليداتو او لاسي صنايعو نندارتون؛ سوداګرې ښځې: زموږ فعاليت له رکود سره مخ دی

اطلاعات روز: د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د داخلي توليداتو او لاسي صنايعو د معرفي او بازار موندنې په موخه درې ورځنی نندارتون جوړ شوی دی. خو په عين حال کې بلخۍ سوداګرې میرمنې د خپلو فعاليتونو د ټکني کیدو خبره کوي.

دا نندارتون د طالبانو له ادارو سره په همغږۍ د يوه خصوصي شرکت له لوري جوړ شوی دی.

د دې نندارتون سمبالوونکي يې د جوړولو موخه د داخلي توليداتو معرفي او هغو ته د مناسب بازار موندنه ښيي او وايي: «هڅه کوو چې د داسې نندارتونونو د جوړولو له لارې داخلي توليداتو ته رشد ورکړو.»

په دې نندارتون کې له شاوخوا ۱۰۰ غرفو څخه ۳۰ يې د ښځو لاسي صنايعو او ځايي خوراکونو ته ځانګړې شوې دي.

کومو ښځو چې د دې شرکت په نندارتون کې ګډون کړی دی، دا ډول برنامې له داخلي توليداتو سره د خلکو د بلدېدو او د ښځو د اقتصادي فعاليت د پياوړتيا لپاره اغېزناکې بولي.

يوه ښځه عذرا اميني وايي: «د هرې ورځې په تېرېدو زموږ پلور کم شوی دی. نندارتونونه هم کم جوړېږي. په ټوله کې فعاليتونه له رکود سره مخ دي. تر څو چې د ښځو د ملاتړ برنامې جوړې نشي، زموږ سوداګري به ختمه شي او زياتې ښځې به بې‌کاره شي.»

طالبانو پر ښځو پراخ بنديزونه لګولي دي. ويل کېږي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ډېری وړې سوداګرۍ چې ښځو مديريت کولې له رکود سره مخ شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته