ننګرهار

ننګرهار کې پولیسو یو ځانمرګی بریدګر ژوندی نیولی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، پولیسو د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو ځانمرګی بریدګر ژوندی نیولی دی.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (یکشنبه، ۵ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پولیسو دغه تن چې ځانمرګي برید ته چمتو شوی و، د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د عملیاتو پرمهال ژوندی نیولی دی.

فرید خان وایي، نیول شوی کس محمد حضرت نومیږي چې د وسله والو طالبانو له لوري ځانمرګي برید ته هڅول شوی وو.

فرید خان زیاتوي: «نن پولیسو د عملیاتو پرمهال جلال اباد ښار کې د وسله والو طالبانو له لوري ځانمرګي برید ته چمتو شوی برید ګر ژوندی ونیوه چې غوښتل یې ځان ته چاودنه ورکړي.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.