اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق ویلي، چې د نوروز جشن د دې سازمان په مقر کې لمانځل شوی دی.
ښاغلي فايق نن (سېشنبه، ۱ د وري) سهار په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د دې لرغوني فرهنګ د تمدني حوزې د هيوادونو په ګډون د نوروز ورځ د ملګرو ملتونو په مقر کې لمانځل شوې ده.
د ده له لوري په خپرو شويو انځورونو کې ليدل کېږي چې د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي انټونيو ګوتريش هم د لمانځنې په مراسمو کې حضور لري.
ښاغلي ګوتريش په يوه ټويټ کې نوروز د سولې، خبرو-اترو او پيوستون لپاره «نوی پېل» ګڼلی دی. ده ليکلي چې په دې ورځ بايد بيرته «له طبيعت سره اړيکه ټینګه کړو».
نوروز يو لرغونی جشن دی چې د ايران، تاجکستان، اذربايجان او د نړۍ د نورو ځايونو په مشترکه تمدني حوزه کې هم لمانځل کېږي.
طالبان د نوي کال لمانځل حرام ګڼي او د نوروز جشن يې د افغانستان له کليزې هم ايستلی دی. د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبينو په هرات او تخار کې تفريحي ځايونو ته د کورنيو د تګ مخه نيولې.