د مزار شريف اوسېدونکي: طالبانو د روضې شاوخوا سوداګريز مارکيټونه تړلي

اطلاعات روز: د بلخ ولايت د مرکز مزار شريف ښار اوسېدونکي وايي، چې حضرت علي ته د منسوب زيارت شاوخوا سوداګريزو مارکيټونو او دوکانونو تړل کېدو له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي.

لږ تر لږه څلورو سرچينو نن (سې‌شنبه، ۱ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د روضې شاوخوا دوکانونو ته د فعاليت اجازه نه ده ورکړې.

دا خلک وايي، چې په مزار شريف کې د روضې شاوخوا اکثريت دوکانونه خوراکي مواد، جامې، ښکلاييز وسايل او … خرڅوي او د دوکانونو تړل کېدلو خلک له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي.

د مزار شريف اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د روضې شاوخوا کلک امنيتي تدابير نيولي، شاوخوا لارې يې تړلي او د نقليه وسایطو تګ – راتګ ته اجازه نه ورکوي.

په همدې حال کې، د روضې له شاوخوا څخه د لېرې سيمو دوکانداران متفاوته کيسه کوي. هغوی وايي چې د طالبانو له خوا ورته يوه ورځ وړاندې ويل شوي و چې د کال په اوله ورځ بايد دوکانونه خلاص کړي.

دا دوکانداران وايي، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۲۹ د کب) طالب ځواکونو دوی ته اخطار ورکړ که د کال په لومړۍ ورځ دوکانونه خلاص نه کړي، نو دوکانونه به يې مهرولاک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې د طالبانو تر واک لاندې ټولې دولتي ادارې فعالې دي او دې ډلې د هيواد له کليزې څخه د کال د لومړۍ ورځې رخصتي هم ايستلې ده.

د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د مزار شريف ښار په «روضه مبارکه» کې نوروز د يوه پرتمين جشن له لارې لمانځل کېده، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې د دې جشن د لمانځلو کوم خبر نشته.

طالبان د نوروز لمانځل «ناروا» او حرام ګڼي. دې ډلې نن په هرات او تخار ولايتونو کې کورنيو ته اجازه نه ده ورکړې چې تفريحي ځايونو ته ولاړې شي.