طالبانو د زابل نوبهار ولسوالۍ کې پر یوه ماشوم د «جنسي تېري» او د هغه د «وژنې» خبر ورکړ

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې یو هلک تر «جنسي تېري» وروسته په «وحشیانه ډول» وژل شوی دی.

زابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وايي، چې دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۹ د کب) د دې ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې رامنځته شوې او وژل شوي ماشوم شاوخوا ۱۳ کاله عمر درلوده.

د دې قومندانۍ د مسوولينو په وينا، د غزني د «ناوې» ولسوالۍ يو اوسېدونکی پر دې ماشوم د «جنسي تېري» او «وژنې» په تور نيول شوى او په لومړنيو څېړنو کې يې پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

دزابل ولايت دامنيتي مسوولينو دڅرګندونو له مخې نيول شوی کس په دې تورن دى چې د دغه ماشوم له وژلو وروسته يې د هغه جسد سوځولى دى.

د زابل نوبهار ولسوالۍ کې ولسي سرچینو اطلاعات روز سره په خبرو کې دغه خبر تایید کړی دی.

په همدې حال کې د زابل اوسېدونکي د طالبانو د ځایي امنیتي مسوولینو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د ښار او ولسوالیو امنیت تامین کړي څو خلک په ډاډمنه فضا کې خپل ورځني ژوند او کار ته دوام ورکړي.