Al Jazeera

د تېرې شپې زلزلې افغانستان کې د دوه او پاکستان کې د نهو تنو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: افغانستان، پاکستان او د سیمې نږدې نور هېوادونه تېره شپه (سې شنبه، ۱ د وري) د رېښتر په کچه ۶.۵ درجې زلزلې ولړزول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي ویلي، چې د تېرې شپې زلزله کې دوه تنه مړه او شل تنه نور ټپيان شوي دي.

کریمي دغه ارقام د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په حواله ورکړي، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه کسان د هیواد په کومو ولایتونو کې مړه شوي او ټپیان دي.

هغه ټویټ کړی چې دا ارقام د ټول هیواد څخه ترلاسه شوي، مګر وروستي ندي.

بل خوا پاکستاني چارواکو بیا ویلي، چې زلزلې د دې هيواد په خيبر پښتونخوا ايالت کې لږ تر لږه نهه تنه مړه کړي او ۴۴ نور يې ژوبل کړي دي.

رویټرز د خیبر پښتونخوا د حکومت لوړپوړي چارواکي عبدالباسط په حواله راپور ورکړی چې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۹ کورونه یو څه ویجاړ شوي دي.

دغه راز الجزيرې هم راپور ورکړی چې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په سوات دره کې روغتونونو لږ تر لږه د ۲۵۰ کسانو درملنه کړې چې ۱۵ يې سرسري ژوبل شوي او تر ۲۰۰ زيات کسان بې هوښه و. چارواکو ويلي چې ۵۲ نور کسان د دې ايالت په نورو بېلابېلو برخو کې ژوبل شوي دي.

د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې ویلي، چې د دغې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و، چې د ریښتر په کچه یې شدت ۶.۵ درجې او ژوروالی یې ۱۸۷ کیلومتره تر ځمکې لاندې و.