اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د زلزلې له کبله دوه تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د لغمان لپاره د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس خیر محمد غازي وایي، چې د تیرې شپې (سې شنبه، ۱ د وري) زلزلې له امله په مرکز مهترلام، الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې ۲۲ کورونه نړېدلي، دوه تنه مړه شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وایي، په مړو او ټپیانو کې د یوې کورنۍ لس غړي هم شامل دي، چې تیره شپه یې دسختې زلزلې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي، چې د تېرې شپې د زلزلې له امله د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ اړوند «میا صاحب» کې د یوې کورنۍ یوه میرمن او یوې ماشومې په ګډون دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یادې کورنۍ اته تنه ژوبل شوي دي.
هغه زیاتوي پېښه د زلزلې پرمهال د کوټې چت د پریوتو له امله رامنځته شوې ده.
په ورته مهال د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د وروستیو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې تر اوسه د زلزلې له امله درې تنه مړه او ۴۴ تنه ټپیان شوي دي.
د تیرې شپې زلزلې د افغانستان سربیره نور هیوادونه هم لړزولي دي.
د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې ویلي، د دغې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و، چې د ریښتر په کچه یې شدت ۶.۵ درجې او ژوروالی یې ۱۸۷ کیلومتره تر ځمکې لاندې و.