اطلاعات روز: د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې سرچينې وايي، چې «نامعلومو وسله والو» په دې ولايت کې د جومات يو امام وژلی دی.
د سرچينو په وينا، د دې کس نوم ملا نور محمد بيدکي او د ميمنې ښار په اتمه ناحيه کې د «محمديه» مسجد امام و.
يوې سرچينې وويل، چې د مسجد دا امام تېره ورځ (سېشنبه، ۱ د وري) ماښام مهال د ميمنې ښار، د اتمې ناحيې په «تورپاختو» سيمه کې د ماښام د لمانځه تر کولو وروسته د «نامعلومو وسله والو» له خوا وژل شوی دی.
دا سرچينه وايي، چې طالبانو د مسجد د دې امام وراره په قتل کې د لاس لرلو په تور له ځان سره وړی دی.
د سرچينې په وينا، نيول شوي کس يو څه وخت وړاندې له خپل کاکا سره د ميراث پر سر لانجه درلوده.
په يو شمير شمالي ولايتونو کې وژنې او هدفي ترورونه زيات شوي دي.
په وروستۍ پېښه کې د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې يو ۵۰ کلن کس د «نامعلومو وسلوالو کسانو» له لوري وژل شوی دی.