ننګرهار کې یوه کس خپله میرمن وژلې، دوه زامن او یوه لور یې ټپیان کړي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دغه ولایت سره رود ولسوالۍ کې یوه کس خپله میرمن وژلې، دوه زامن او یوه لور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلی وايي، چې پېښه تیره شپه (سې شنبه، ۱ د وري) د سره رود ولسوالۍ اړوند په «ډنډ برکت خان» کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه وایې، د امرالله په نامه یوه کس د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي چې پرمهال یې خپله میرمن وژلې، دوه زامن او یوه لور یې ټپیان کړي دي.

نوموړی وایي، د طالبانو پولیس په وخت سیمې ته رسیدلي او ټپیان یې د ښې درملنې په موخه روغتون ته انتقال کړي خو د تورن په نیولو تراوسه نه دي بریالي شوي.

په سیمه کې یو بلې سرچینې دنوم نه خپرولو په شرط وویل، چې یاده پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې فقر، بې وزلي  او د کار نشتون دی چې له کبله یې ډیر کله دا ډول پېښې رامنځته کیږي.