@NRFafg

احمد مسعود د سيمې او نړۍ هيوادونو ته: له طالبانو سره جوړجاړی او تعامل پايله نه لري

اطلاعات روز: د «مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود د نوي لمريز کال په مناسبت په خپل پيغام کې د سيمې او نړۍ هيوادونو ته ويلي، چې له طالبانو سره جوړجاړی او تعامل پايله نه لري.

مسعود په خپل پيغام کې چې تېره ورځ (سې‌شنبه، ۱ د وري) خپور شوی، وايي چې د پاکستان او طالبانو مناسبات د ده د ادعا د اثبات لپاره «بهترينه بېلګه» ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پاکستاني طالبانو په شمول د وسله والو ډلو بريدونه په دې هيواد کې زيات شوي دي. د پاکستان په وينا، پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې فعاليت کوي.

مسعود په خپل پيغام کې زياتوي چې کلونه وړاندې يې پاکستاني چارواکو ته ويلي و، چې د طالبانو په څېر د نيابتي ډلو په وسيله د افغانستان ضعيفول ښايي پاکستان ته يوه تکتيکي بريا ولري، خو په اوږد مهال کې «بې له شکه د ماتې يوه ستراتېژي ده».

دی وايي: «نن ورځ د پاکستان سياسي، امنيتي او اقتصادي بحران ښيي چې نور هيوادونه هم بايد له طالبانو سره خپل تعامل ته متوجې وي.»

د «مقاومت جبهې» رهبر وايي، چې د هر هيواد له لوري له طالبانو سره تعامل، د هغو ارزښتونو پر ضد تعامل دی چې يو هيواد يې د خپلو وګړو لپاره بنيادي حقونه ګڼي.

دی زياتوي چې نړيوال حقونه او منل شوي ارزښتونه لکه تحصيل او برابري بايد د افغانستان د خلکو لپاره هم د بنسټيزو حقونو په توګه ومنل شي.

مسعود وايي، چې هيوادونه بايد له طالبانو سره په خپلو تعاملاتو کې پوه شي چې د دې ارزښتونو تر پښو لاندې کول، د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي.

دی په عين مهال کې په خپل پيغام کې زياتوي چې يو شمير هيوادونه او بنسټونه د طالبانو د بديل د نشتون په پلمه «خپلې غلطۍ» توجيه کوي.

د ده په وينا، دا هيوادونه او بنسټونه بايد پوه شي چې يوه سياسي پروسه چې بنسټ يې د خلکو رايې وي، کولای شي د طالبانو او اوسنۍحالت لپاره يو بديل شي.

مسعود وايي، چې داسې يوه پروسه د افغانستان د خلکو غوښتنه، د دې هيواد اړتيا او له اوسني کړکېچه د وتلو يوازينۍ لار ده.

د «مقاومت جبهې» رهبر زیاتوي، چې دې جبهې د اصولو پر اساس مذاکره کول مطرح کړي دي.

د ده په خبره: «موږ د داسې اصولو پر اساس مذاکره کوو چې زموږ د خلکو له لاسه وتلي حقونه بيرته ورکړل شي او پر همدې اساس بيرته يو داسې دولت جوړ شي چې زموږ د خلکو په رايه تعيين شوی وي.»