د فارياب پښتون کوټ ولسوالۍ کې يو طالب او د مدرسې يو زده کوونکی ووژل شول

اطلاعات روز: د فارياب ولايت په مرکز ميمنه ښار کې ولسي سرچينې وايي، چې «نامعلومو کسانو» دوه تنکي ځوانان چې يو يې د طالبانو غړی و، وژلي دي.

دا سرچينې وايي، چې دا پېښه تېره ورځ (سې‌شنبه، ۱ د وري) د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ په «عرب آقسای» سيمه کې پېښه شوې ده.

د سرچينو په وينا، له دې تنکي ځوانانو څخه يو يې په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ غړی او بل يې د ديني مدرسې زده کوونکی و.

سرچينې زياتوي چې دواړه تنکي ځوانان د «نامعلومو کسانو» له خوا د «عرب آقسای» سيمې د تپو په لوړو کې په ډزو وژل شوي دي.

د سرچينو له وينا سره سم، «نامعلومو کسانو» د دې ځوانانو تر وژلو وروسته، د هغوی وسله او موټرسايکل له ځان سره وړي دي.

تر اوسه د دې دوو ځوانانو د وژل کېدلو علت نه دی روښانه شوی او نه هم په دې اړه څوک نيول شوي دي.

په فارياب ولايت کې د طالبانو امنيتي مسوولين د دې دوو ځوانانو وژنه تاييدوي او وايي، چې په دې اړه پلټنې کوي.

دا پېښه په داسې حال کې پېښېږي چې تېره شپه هم د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې د مسجد يو امام د «نامعلومو وسله والو» له لوري وژل شوی و.