جلال اباد ښار کې «ناپیژانده وسله والو» یو کس وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایې سرچینې خبر ورکوي چې «ناپیژانده وسله والو» د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو کس په ډزو وژلی دی.

یو عیني شاهد عبدالله وایي، چې پېښه تېره ورځ (پنج شنبه، ۲ د وري) مازدیګر د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ سیمه کې رامنځته شوې.

هغه زیاتوي «ناپیژانده وسله والو» د یو کرولا موټر څخه په استفادې په یاده سیمه کې یو کس په ډزو وواژه او بیا له سیمې وتښتیدل.

په ورته مهال ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې وژل شوی کس محراب نومیږي او د شیرزادو ولسوالۍ د مرکیخلو سیمې اوسیدونکی دی.

د امنیې قومندانۍ چارواکي زیاتوي چې د وژل شوی کس جسد یې د عامې روغتیا روغتون ته انتقال کړی او هڅې یې پېل کړي څو د یاد پېښې عاملین ونیسي. په دې وروستیو جلال اباد ښار کې دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندیښمن کړي او په مخنیوي کې یې طالبان پاتې بولي.