د کندهار ګمرک تېرکال څه باندې ۱۴ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ګمرک رياست مسوولين وایي، چې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې څه باندې ۱۴ مليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

کندهار کې د طالبانو د ګمرک رياست وياند خليل الرحمن وردګ وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې يې د ګمرکي محصول څخه ۱۴ مليارده، ۳۲ میلیونه، ۷۴۵ زره او ۵۷۰ افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

نوموړی د عوايدو ډیریدو تر ټولو لوی لامل د فساد نشتون او ګمرکي خدمتونو معياري او چټک کېدل يادوي.

وردګ زیاتوي، که څه هم تېرکال يې په خوراکي توکو باندې ۷۰ سلنه ګمرکي محصول کم کړی خو بيا يې هم عوايدو کې زياتوالی راغلی چې د تېر ۱۴۰۰ کال په پرتله ۶۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

دغه راز کندهار کې ميشت سوداګر بیا د طالبانو له حکومت غواړي څو پر نورو توکو هم محصول راکم کړي.

هغوی زياتوي چې د ګمرکونو له لوري د محصول کمول د دې سبب کېږي ترڅو په بازارونو کې دتوکو بيې ټيټي شي.

د يادونې وړ ده چې د کندهار ګمرک رياست په تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې ۸ مليارده، ۵۱۴ ميليونه، ۲۶۱زره او ۸۸۹ افغانۍ عوايد راټول کړي وو.