انځور: wakil kohsar/Getty Images

ملګري ملتونه: په ټوله اسيا کې د افغانستان د میندو د مړينې کچه لوړه ده

اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ وايي، چې په اسيا کې د افغانستان د میندو د مړينې کچه تر ټولو لوړه ده.

دې بنسټ نن (يکشنبه، ۶ د وري) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د افغانستان په يوه لېرې پرته سيمه کې غير مسلکي قابلو ته روزنه ورکوي تر څو ښځې د زېږون ښو خدماتو ته لاسرسی ولري.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق څه وخت وړاندې ويلي و، چې د دوو وروستيو لسيزو پر مهال په هرو ۱۰۰ زره زېږونونو کې د میندو د مړینې کچه له يو زر او ۴۵۰ څخه ۶۳۸ ته راټیټه شوې وه.

د دې بنسټ د اټکل له مخې چې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵ پورې ښایي ۵۱ زره ښځې د زېږون پر مهال د اقتصادي کړکېچ او د روغتيايي نظام د ناکارۍ له امله مړې شي چې د زېږون ۴.۸ مورده کېږي.

د طالبانو تر راتګ وروسته د افغانستان روغتيايي نظام له پاشل کېدو سره مخ شو او د ډاکټرانو او نرسانو په شمول د کدرونو تر تېښتي وروسته په دې هيواد کې د روغتيايي خدماتو عرضه له ننګونې سره مخ شوې ده.

اوس مهال ډیری روغتيايي مرکزونه د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د نجونو پرمخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړلې دي. د دې وضعيت په دوام سره به، د ښځينه ډاکټرانو کمښت په راتلونکي کې تر اوس مهال ډېره جدي ننګونه وي.