د کندهار میوند ولسوالۍ کې د یوه سړي جسد موندل شوی

اطلاعات روز: کندهار کې سرچينې وايي، چې د هلمند له سنګين ولسوالۍ سره د دغه ولايت د ميوند ولسوالۍ په پوله کې د يوه سړي جسد موندل شوى دى.

د دغه سړي هویت او د مړینې لامل نه دی څرګند. خو د طالبانو په امنیتي چارواکو کې یو سرچینې وویل، چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

يوه سرچينه وایي، چې د دغه سړي جسد نن (یکشنبه، ۶ د وري) د هلمند د ميوند او سنګين ولسواليو په سرحدي سيمه «مالمن» کلي کې موندل شوى دى.

د سرچينې په وينا، داسې ښکاري چې دغه سړی ۳۵ کاله عمر لري او له وژل کېدو يې څو ورځې تېرې شوې دي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته هیواد کې د پټو وژنو او د جسدونو د موندنو پیښې ډیرې شوې دي.

خلک طالبان تورنوي چې د جرمونو په مخنیوي کې پاتې راغلي.