طالبان: د داعش د خراسان څانګې دويم کس مو په بلخ کې وژلی دی

اطلاعات روز: د طالبانو د استخباراتو رياست وايي، چې د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د دې ډلې د وروستيو عملياتو پر مهال د داعش درې مهم غړي وژل شوي، چې د دې ډلې دويم «کلیدي مشر» هم پکې شامل دی.

د طالبانو د استخباراتو رياست خبرپاڼه چې تېره شپه (دوشنبه، ۶ د وري) خپره شوې، د داعش د دويم کلیدي کس نوم مولوي ضياء الدين ياد کړی او ويلي يې دي چې دی د خراسان څانګې موقت والي او د همدې څانګې قضايي مسوول و.

د طالبانو استخباراتو د داعش دوه نور غړي چې د دوی په وينا په مزار شريف ښار کې وژل شوي دي، د خراسان څانګې غړی ابو عمر افريدي او استاد سلمان تاجکستاني ياد کړي چې د نظامي زده کړو او بم جوړونې کارپوه و.

همدا راز دې رياست ويلي، چې په فارياب ولايت کې د طالبانو د عملياتو په پايله کې د داعش هغه ټول غړي نيول شوي، چې په بلخ کې د طالبانو پر پخواني والي محمد داوود مزمل يې د بريد په کولو کې لاس درلود.

د طالبانو د استخباراتو په وينا، نيول شويو کسانو په فارياب او کابل کې هم بريدونه کړي دي.

همدارنګه د طالبانو استخبارات وايي، چې په بلخ کې د دې ډلې پر والي د بريد کوونکي تاجکستاني تبعه و او په دې وروستيو کې د بريد لپاره افغانستان ته لېږل شوی و.

محمد داوود مزمل د تېر لمريز کال په وروستيو کې ځانمرګي بريدګر په خپل دفتر کې وواژه. تر دې بريد وروسته، يو بل بريد د خبريالانو په غونډه کې وشو چې له کبله يې دوه خبريالان ووژل شول او ۱۵ نور خبريالان ژوبل شول.

د دواړو بريدونو پړه داعش ومنله.

دا هر څه په داسې حال کې پېښېږي چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي وايي، چې داعش په افغانستان کې حضور نه لري.

ده د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلويزیون سره په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.