اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ د طالبانو له بنده د معترضو ښځو د ژر تر ژره ازادېدو غوښتنه کړې ده. طالبانو تېره ورځ درې معترضې ښځې په کابل ښار کې نيولې دي.
بېنټ په يوه ټويټ کې ليکلي، چې طالبانو تېره ورځ (يکشنبه، ۶ د وري) د ښځو سولييز لاريون چې د خپل تحصيل د حق غوښتنه يې کوله، په زور ځپلی دی.
ده د راپورونو په استناد ويلي، چې طالبانو درې معترضې ښځې نيولې دي. بېنټ د نيولو شويو ښځو د ژر تر ژره او بې قيده ازادېدو غوښتنه کړې.
سرچينې نيول شوې ښځې ملالۍ هاشمي، رقيه ساعي او فاطمه محمدي يادوي.
د سرچينو په وينا، دوی تېره ورځ په کابل ښار کې ونيول شوې. تر اوسه د دې ښځو د برخليک په اړه معلومات نشته.
تېره ورځ يو شمير معترضو ښځو د کابل په لارو او کوڅو کې د «حق، عدالت او ازادۍ» په شعار سره لاريون وکړ. طالبانو دا لاريون تیت و پرک کړ او د هغوی مخه يې ونيوله.
طالبانو تر دې وړاندې هم د ښځو اعتراضونه ځپلي او يو شمير معترضې ښځې يې نيولې وې.