خليلزاد: امريکا او طالبان بايد د دوحې د هوکړې د تطبيق لپاره خپل تعامل زيات کړي

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني ځانګړي استازي او د دوحې هوکړه کوونکي زلمي خليلزاد ويلي، چې د امريکا دولت او طالبانو بايد د ياد هوکړه لیک د بشپړ تطبيق لپاره خپل تعامل زيات کړي.

نوموړي دا څرګندونې نن (دوشنبه، ۷ د وري) په پرلپسې ټویټونو کې د طالبانو هغې ادعا ته په غبرګون کې کړي چې ويلي يې دي په بلخ کې یې د داعش درې مهم غړي وژلي دي.

طالبان ادعا کوي چې په مزار شريف کې د دې ډلې په وروستيو عملياتو کې د داعش د دویم کلیدي کس په ګډون د دې ډلې دري غړي وژل شوي دي.

خليلزاد ويلي، چې که د طالبانو دا ادعا تاييد شي، نو د افغانستان په شمال کې پر داعش «لوی ګوزار» شوی دی.

دی وايي چې طالبانو په دوحه کې هوکړه کړې وه چې له داعش سره به مبارزه کوي او د خليلزاد په وينا چې د داعش د مشرانو حذفول ښيي چې طالبان پر خپلو وعدو عمل کوي.

خليلزاد ليکلي: «متحده ايالات او طالبان بايد د دوحې د توافق چې د افغانستان او متحده ايالاتو له ګټو سره برابر دی، د بشپړ تطبيق لپاره خپل تعامل زيات کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امريکا او طالبان يو او بل د دوحې د توافق په نقض تورنوي.

امريکا د ۲۰۲۲ کال په جولای مياشت کې اعلان وکړ چې د القاعده مشر ايمن الظواهري په کابل کې وژل شوی دی. د امريکايي چارواکو په وينا، طالبانو د دوحې د توافق پر خلاف الظواهري ته پناه ورکړې وه. طالبانو تر اوسه په کابل کې د الظواهري وژل کېدل نه دي تاييد کړي.

د خليلزاد د څرګندونو بر خلاف، د امريکا نظامي چارواکي په افغانستان کې د داعش د فعاليتونو د زياتېدو ادعا کوي.

د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مايکل کوريلا په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې داعش په افغانستان کې تر شپږو مياشتو په کمه موده کې کولای شي چې د امريکا يا بل لوېديځ هيواد ګټې وګواښي.

ده د امريکا سنا ته ويلي، چې په اسيا او اروپا کې د «بهرنيو عملياتو» لپاره د داعش وړتيا په چټکۍ مخ پر زياتېدو ده.

طالبانو د سنتکام د قومندان ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې امريکايي چارواکي دې د داعش له لوی ښودنې لاس واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته