داعش د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه د ځانمرګي بريد مسووليت ومانه

اطلاعات روز: داعش ډلې په کابل کې د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ته څیرمه د ځانمرګي بريد مسووليت منلی دی.

دا بريد پرون (دوشنبه، ۷ د وري) غرمه مهال د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ته نږدې د داوودزي سوداګريز مرکز دروازې مخې ته وشو.

داعش ويلي، چې د دې ډلې يو ځانمرګی بريدګر وتوانېد چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مخ کې بريد وکړي.

د داعش له ادعا سره سم، په دې بريد کې د «ډيپلوماټانو» په شمول ۲۰ تنه وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت تېره ورځ په دې برید کې د مرګ ژوبلې شمیر شپږ تنه ښودلی و.

دا وزارت وايي، چې يو ځانمرګی بريدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې ويشتل شوی او له ده سره شته چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.

تېره ورځ په کابل کې ايمرجنسي روغتون هم اعلان کړی و چې د دې روغتون جراحۍ څانګې ته دوه مړه او ۱۲ ژوبل کسان ور وړل شوي چې يو پکې ماشوم دی.

د تېر لمريز کال د مرغومي مياشتې په وروستيو کې هم د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مخ کې چاودنه شوې وه چې د هغې مسووليت هم داعش منلی و. په هغه بريد کې تر ۲۰ زيات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.