انځور: خواله رسنۍ

حامد کرزي د مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې چې د «قلم لار» ټولنې مشر مطیع الله ویسا دې ژر تر ژره خوشې کړي.

طالبانو د «قلم لار» ټولنې مشر او د زده کړو د برخې فعال مطيع الله ويسا تېره ورځ د کابل خوشال خان مېنه کې نيولی دی.

نوموړي زده کړو ته د ماشومانو د لاسرسي په برخه کې کار کاوه. د ويسا تر مشرۍ لاندې د «قلم لار» په نوم بنسټ په لېرې پرتو سيمو کې سيار ښوونځي جوړوي.

کرزي نن (سې شنبه، ۸ د وري) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ویسا په نیولو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې «قلم لار» بنسټ د هیواد د بچیانو په زده کړه کې د پام وړ هلې ځلې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: «له اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړم چې د نوموړي د ژر تر ژره خوشې کیدو لپاره له هیڅ ډول هڅې ډډه ونکړي بلکې برعکس د قلم لار بنسټ د فعالیتونو د پراختیا او ودې لپاره له دوی سره همکاري هم وکړي.»

طالبانو د مطيع الله ويسا د نيولو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې هم د هغه د نیولو لامل په ګوته کړی دی.

بلخوا بیا د مطیع الله ویسا یو ورور وایي، چې طالبانو نه یوازې دا چې د دوی ورور له بنده نه دی ازاد کړی بلکې په کابل کې یې نن د دوی کور محاصره کړی، او د ده دوه وروڼه یې له ځان سره وړي او د دوی د مور او ماشومانو بې عزتي یې هم کړی ده.

د زده کړو د حقونو د دغه فعال نیول کېدو غبرګونونه راپارولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې ویسا دې ژر تر ژره خوشې کړي.

دغه سازمان په یوه ټویټ کې لیکلي، چې ویسا په سوله ییزه توګه په افغانستان کې د نجونو د زده کړې ملاتړ کوي، چیرته چې طالبانو په رسمي توګه د نجونو متوسطه زده کړې منع کړي دي.

ورته مهال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په یوه ټویټ کې لیکلي چې د مطیع الله ویسا په نیولو خواشینی دی.

هغه ویلي، چې ویسا له ۲۰۰۹ کال راهیسې له سیمه ییزو ټولنو سره په خبرو کې زده کړو ته د افغان هلکانو او نجونو له لاسرسي څخه دفاع کوي.

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي چې د مطیع الله ویسا د نیول کېدو لامل دې روښانه کړي.

طالبانو تر دې وړاندې د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو پر بندېدلو يې اعتراض کړی و، نيولی و او تر يوې مياشتې بند وروسته يې پرېښود.