امنيت شورا: تروريزم د افغانستان او نړۍ د سولې او امنيت لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو په کابل کې وروستي ځانمرګي بريد ته په غبرګون کې د خپلې ګډې اعلاميې له لارې ټينګار کړی چې تروريزم په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنيت لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.

دا بريد د دوشنبې په ورځ (۷ د وري) په کابل کې د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه وشو او د خپرو شويو شمېرو له مخې، شپږ تنه پکې وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.

د دې بريد پړه داعش ومنله.

د امنيت شورا غړو په خپله اعلاميه کې دا ناوړه بريد ګڼلی او سخت يې غندلی دی.

دوی يو ځل بيا ټينګار کړی چې تروريزم په افغانستان او نړۍ کې په خپله هره بڼه د سولې او امنيت لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.

د امنيت شورا غړو ټينګار کړی چې د دې «ناوړه تروريستي» اقداماتو کوونکو، سازمانوونکو، مالي تأمينوونکو او ملاتړو ته بايد ځواب ورکړل شي او محاکمه کړل شي.

دوی له ټولو هيوادونو غوښتي چې تر نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا تر اړوندو پرېکړه ليکونو لاندې دې له خپلو ژمنو سره سم، په فعاله توګه له يوه-بل سره همکاري وکړي.

د امنيت شورا غړو ټينګار کړی چې هر ډول تروريستي اقدام انګيزې ته له پام پرته په هر ځای او هر وخت کې که د هر چا له لوري شوی وي، مجرمانه دی او توجيه کېدلای نه شي.

دوی يو ځل بيا ټينګار کړی چې ټول هيوادونه بايد د ملګرو ملتونو له منشور او تر نړيوالو قوانينو لاندې له خپلو ټولو ژمنو سره سم، د هغو تروريستي ګواښوانو او اقداماتو پر وړاندې مبارزه وکړي چې نړيواله سوله او امنيت خرابوي.