اوچا: افغانستان کې وروستيو سيلابونو تر ۷۰۰ زياتې کورنۍ اغېزمنې کړې دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د پسرلي له پېل سره سختو ورښتونو او د سيلابونو راوتو په افغانستان کې تر ۷۰۰ زياتې کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

اوچا نن (چهارشنبه، ۹ د وري) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې له لومړنيو راپورونو سره سم چې يوازې پرون ورځ په ارزګان ولايت کې تر ۱۰۰ زياتې کورنۍ زيانمنې شوې دي.

د دې بنسټ په وينا، د پسرلي د موسم له پېلېدو سره سم سختو بارانونو او د سيلابونو راوتلو د افغانستان په اوو نورو ولايتونو کې شاوخوا ۶۴۵ کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

اوچا ويلي، چې مرستندوی بنسټونه اغېزې ارزوي او د اړتيا په صورت کې مرستې کوي مګر محدودې بودیجې د مرستندويو بنسټونو وړتيا محدوده کړې ده.

د بلخ ولايت په زارع ولسوالۍ کې وروستيو سيلابونو درانه زيانونه پېښ کړي دي.

له شمېرو سره سم، په دې ولسوالۍ کې تر ۵۰۰ زيات کورونه او څلور زره جريبه زراعتي ځمکه تخريب شوې ده.

وروستيو سيلابونو په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم تلفات او زيانونه اړولي دي.