انځور: خواله رسنۍ

لوګر کې د طالبانو نظامي لیکو ته تازه ورغلی ځوان وژل شوی

اطلاعات روز: لوګر ولایت کې ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یو نظامي طالب په مرموز ډول وژل شوی دی، خو طالبان بیا وایي، هغه په تیروتنې سره ځان ویشتلی دی.

د «روح الله» په نامه یو ۲۰ کلن ځوان چې تازه د طالبانو نظامي لیکو ته ورغلی و، تېره ورځ (سې شنبه، ۸ د وري) یې په لوګر کې جسد موندل شوی دی. په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د وژنې په اړه بېلابېل لاملونه وړاندې شوي، ځینو کارونکو یې وژنه مرموزه بللې، خو ځینو نورو بیا ویلي چې نوموړی په خپل کور کې د شخصي سلا پر مهال په تېروتنې سره ځان ویشتلی دی.

بلخوا بیا د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عمر منصور اطلاعات روز ته وویل، چې د روح الله په نوم دغه ځوان د دې ولایت د برک برک ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او د ټوپک پاکولو پرمهال یې ځان په تیروتنې سره ویشتلی دی.

نوموړي دا ادعا چې روح الله نومی کس په مرموز ډول وژل شوی ردوي او وايي، چې هغه د خپل پلار د ټوپک پاکولو پر مهال په تیروتنې سره ځان ویشتلی چې پلار یې هم دطالبانو غړی دی.

د لوګر سربېره د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم مرموزې وژنې ډېرې شوي او پر مهال یې د تېر نظام د نظامي کارکوونکو ترڅنګ په ځینو پېښو کې نظامي طالبان هم په نښه شوي دي.