خلیل الرحمان حقاني روسیه او د ناټو غړي هیوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورن کړل

اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني روسیه، امریکا او د ناټو غړیو هیوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورن کړي دي.

نوموړي یاد هیوادونه د افغانستان د حکومتونو په ړنګولو او د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ په راوستلو کې ښکېل بللي او غوښتنه یې کړې، چې په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې افغانانو ته د ور اوښتي ځاني او مالي زیان تاوان دې ورکړي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ (چهارشنبه، ۹ د وري) پکتیا ته په سفر کې د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکو ته په جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې روسیې او ترڅنګ یې په تېرو دوو لسیزو کې امریکا او ملګرو هیوادونو یې د افغان خاورې په بېلابېلو ولایتونو او سیمو بې رحمانه حملې او وسلې کارولې چې اوس یې باید افغانانو ته د اوښتي سر او مال تاوان ورکړي او دا یې د افغانانو خپل حق بللی دی.

حقاني همدا راز په دغه غونډه کې یاد هیوادونه تورن کړي چې لاهم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او خپلو بندیزونو ته یې دوام ورکړی دی.

د دا ډول څرګندونو پر دوام حقاني د طالبانو اوسنی حکومت ځواکمن وباله، خو زیاته یې کړه چې ځینې هیوادونه یې پر وړاندې د شومو اهدافو د بیا پلي کېدو هڅې پېل کړې دي.

په هیواد کې د روسیې، امریکا او جمع ناټو هیوادونو په بېلابېلو ولایتونو کې د بمباریو، شپنیو عملیاتو او مخامخ بریدونو پر مهال خلکو ته مالي او ځاني زیان اړولی دي او د دې د جبران لپاره زیانمن شويو خلکو هم بار، بار د یادو هیوادونو  له حکومتونو د مالي تاوان غوښتنه کړې ده.