ایران ۲۰ تنه افغان زندانیان طالبانو ته وسپارل

اطلاعات روز: نيمروزکې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي چې ۲۰ تنه افغان زندانيان چې ايران کې د دغه هیواد د حکومت لخوا نيول شوي وو، ازاد او دوی ته سپارل شوي دي.

په نيمروز کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنيدونکو چارو ریيس صديق الله نصرت وايي، دغه کسان د ايران په زاهدان ښار کې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله نیول شوي وو.

نوموړی زیاتوي، ازاد شوي افغانان تېره ورځ (جمعه، ۱۱ د وري) په نيمروز کې د دوی د بهرنيو چارو وزارت اړوند استازولۍ ته سپارل شوي دي.

د نصرت په خبره چې دوی یاد کسان د مرستو په موخه (IOM) دفتر ته ورپیژندلي دي.

له دې وړاندې هم ایران هیواد لسګونه افغان زندانیان طالبانو ته سپارلي دي. د ایران په زندانونو کې پراته افغانان په بېلابېلا جرمونو او تورونو نیول شوي دي.