اطلاعات روز: د کندهار ولايت خاکرېز ولسوالۍ کې د بي بي ګوهر د سربو او جستو کان د استخراج چارې په رسمي توګه پېل شوې.
د کندهار لپاره د طالبانو د کانونو ریيس عبدالحنان حامد وايي، د بي بي ګوهر کان تړون يې د بلال بصير خصوصي شرکت سره په دې موخه لاسلیک کړی چې یاد شرکت به د کندهار-ارزګان او ارزګان-دهراوود لويې لارې ۲۵۰ کيلومټره سړک په اساسي ډول رغوي.
دده په خبره، د دې سړک پر جوړېدو به شاوخوا ۷۰ ميليونه امریکایي ډالر لګښت راشي او ياد لګښت به د قراردادي شرکت له لوري ورکول کېږي.
نوموړی زیاتوي، چې یاد شرکت به نه یوازې د کندهار-ارزګان لار جوړوي بلکې د استخراج پرمهال به طالبانو حکومت ته هم له ۱۵-۱۷ پورې ونډه ورکوي.
د کندهار د کانونو رییس وویل، د بي بي ګوهر کان په خپل ځان کې د جستو او سربو ترڅنګ سره زر او سپين زر هم لري، خو په وينا يې چې قراردادي شرکت يوازې د پنځو کلونو لپاره سرب او جست له دې کان څخه استخراج کولای شي.
دغه راز د قراردادي شرکت انجینر محمد رفيق منګل وايي، چې د دې کان په کیندنې کې به شاوخوا ۳ زره او۵۰۰ کسانو ته په مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به د سړک جوړونې برخه کې هم ګڼ کسان په کار شي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کندهار کې د دولسو کانونو د استخراج چارې پېل شوې دي.