اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په ميرزکې ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري لسګونه میله وسلې نیول شوې دي.
په دغه ولايت کې د طالبانو له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه وسلې تېره ورځ (جمعه، ۱۱ د وري) غرمه مهال په يو ويډز موټر کې انتقالېدې چې د کشفي راپورونو پر اساس ونيول شوې.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دغه وسلو کې ۱۸ ميله کلاشينکوفونه، ۴۹ ميله تفنګچې او ورسره يو ويډز موټر د طالبانو د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه وسلو په تړاو موټر چلوونکی، يوه ښځه او يو ماشوم هم نيول شوي دي.
په دغه ولايت کې يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې يادې وسلې د ډنډ پټان له لارې ګاونډي پاکستان ته انتقالېدې، خو د طالبانو امنيې قومندانۍ بيا په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.
د پکتيا سربېره په پکتيکا او خوست ولايتونو کې څو ځله د وسلو د قاچاق پېښې ثبت شوي، چې پاکستان ته د انتقال پر مهال نيول شوي، خو طالبانو يې تر اوسه د دې تر شاه د کوم چا او ډلې د لاس لرلو په تړاو څه نه دي ويلي.