ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله ورځ تر بلې په پراخېدو ده

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې د کرنې ریاست مسوولین وایي، اوس مهال د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې په شپیته جریبه ځمکه، ځمکني توتان کرل شوي او کرکېله یې د پراخیدو په حال کې ده.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د کرنې اومالدرۍ د کرنیزو خدماتو امر نعمت الله اکبري وایي، چې له څو کالونو راهيسې یې د دې ولايت په بېلابېلو سیمو کې د ځمکني توتانو کرنه پېل شوې چې ښه پايله یې ورکړې ده.

نوموړی وايي، د ننګرهار اقليم ځمکنيو توتانو لپاره ښه مساعد دی نو له همدې امله يې کروندګر له حاصل خوښ دي.

اکبري زیاتوي: «د ننګرهار په دره نور، سره رود، بهسود، بټي کوټ، خوږیاڼي او کامې ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي؛ هر جریب ۸۰۰ کیلو ګرامه حاصل ورکوي هڅه کې یو چې د ځمکني توتانو کرکېله نورو ولسوالیو ته هم وغځوو او هم ورته مناسب بازار پیدا کړو.»

۳۵ کلن شفیع الله د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه وایي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په خپلو کروندو کې د ځمکنيو توتانو کرکیله کوي.

نوموړی ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بولي او وایي، تر کوکنارو په دې کې ورته ډېره ګټه پاتې کېږي نو ځکه خو یې کرکیله ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده.

شفیع الله زیاتوي:«هر یو جریب دوه لکه افغانۍ په سیزن کې ګټي، سوداګر یې کابل او نورو لایتونو ته انتقالوي او هر ډبي کې شپږ سوه ګرامه وي په سل افغانۍ پلورل کیږي.»

خو یو شمیر نور بزګر بیا وایي، چې د لازمو امکاناتو او وسایلو نشتون له امله یې ډیر کله ځمکني توتان د حاصل راټولو پرمهال ضایع کیږي.

عبیدالله د سره رود ولسوالۍ یو بل کرونده ګر دی چې په دوه جریبه ځمکه یې ځمکني توتانو کرلي دي.

نوموړی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د بازار موندنې ترڅنک دې ځمکني توت د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې او همداراز دې د ځمکني توتانو د کرکيلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو او بسته بندۍ په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

عبیدالله زیاته کړه:«له حکومت غوښتنه کوو چې باید له بزګرانو سره د بسته بندۍ، حاصلاتو ټولولو برخه کې مرسته وکړي او هم دې زمونږ تولیدات بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي.»

د دې ولایت په کروندو کې کرل شوي توتان په بازار کې هم ډېر مینه وال لري.

محمد الله چې په جلال اباد ښار کې ځمکني توتان پلوري وایي، مینه وال ډېر او دوی هم پکې مناسبه ګټه ترلاسه کوي.

محمد الله زیاته کړه:«زه په جلال اباد ښار کې ځمکني توتان خرڅوم اخیستونکي یې ډیر زیات دی، له حکومت غوښتنه کوم چې باید د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته کړي چې هم به خلکو ته کار پیدا شي او هم به کرونده ګرو ته ګټه ورسیږي.»

د کرنیزو چارو پوهان بیا د ځمکني توتانو د کرکېلې پر زیاتوالي ټینګار کوي، تر څو چې حاصل يې د ننګرهار سربيره د هېواد نورو سيمو ته هم ولېږل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه