د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ همغږي؛ «د دوحې د هوکړې بشپړ تطبیق د ننګونو څخه د وتلو لار ده»

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون لاسلیکوونکي، زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د دې هوکړې پر بشپړ تطبیق ټینګار کړی دی.

نوموړي نن (دوشنبه، ۱۴ د وري) په یوه ټویټ کې د دغه تړون بشپړ تطبیق په افغانستان کې له اوسنیو ننګونو څخه د وتلو لار ګڼلې ده.

خلیلزاد لیکلي:«د افغانستان ملي ټلویزیون، چې د (طالبانو) یوه دولتي سټېشن دی، د هېواد له اوسنیو ننګونو څخه د وتلو لپاره د دوحې د هوکړې د بشپړ تطبیق لپاره یوه ځانګړې خپرونه خپره کړه. او زه موافق یم.»

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي تر دې مخکې ویلي و، چې د امریکا حکومت او طالبان باید د یاد هوکړه لیک د بشپړ تطبیق لپاره خپل منځي اړیکې زیاتې کړي.

طالبان د دې ډلې پر غړو د بندیزونو لېرې کول د دوحې د هوکړې یوه برخه ګڼي او پر عملي کېدو یې ټینګار کوي.

له بلې خوا امریکا د طالبانو او ترهګرو ډلو ترمنځ د اړیکو په پریکولو ټینګار کوي چې په ځلونو یې دغه ډله د خپلې ژمنې په ماتولو تورنه کړې ده.

امریکا د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې په کابل کې یې د القاعده مشر ایمن الظواهري وژلی دی. د امریکايي چارواکو په وینا طالبانو الظواهري ته د دوحې د هوکړې خلاف پناه ورکړې وه. طالبانو تر اوسه په کابل کې د الظواهري وژل کېدل نه دي تایید کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته