انځور: خواله رسنۍ

له پاکستانه پر انګور اډه کوچیانو ته د راتګ اجازه ورکړل شوه

اطلاعات روز: له فرضي کرښې پورې غاړه په وزیرستان کې بندو افغان کوچي کډوالو ته له اوږده ځنډ او مخنیوي وروسته د پکتیکا انګور اډې له لارې د راتګ اجازه ورکړل شوه.

په انګور اډه کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز وویل، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۳ د وري) د کوچي کډوالو د وسایلو څخه لسګونه بار موټر او ټېکټرې افغان خاورې ته را واوښتې.

د سرچینې په حواله چې دا کورنۍ څو اونۍ له کرښې پورې غاړه د ځینو ستونزو له امله د پاکستاني پوځیانو له خوا ایسارې کړل شوې وې، خو په خبره یې چې اوس ورته د راتګ اجازه هم په ځینو شرطونو ورکړل شوې ده.

سرچینې زیاته کړه، چې کوچیانو ته د کور له اړینو وسایلو پرته د نورو موادو او سامان الاتو د انتقال اجازه نه ده ورکړل شوې.

افغان کوچي کورنۍ هرکال د هوا له سړېدو وروسته ګرمسیرو ولایتونو او یا هم د کرښې هاخوا وزیرستان ته کډې کوي او په پسرلي موسم کې بیرته د ژوند تېرولو لپاره را اوړي.

تر اوسه په پکتیکا ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولینو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تېر لمریز کال څو ځله د ځینو سیاسي او امنیتي ستونزو له امله د هیواد په ځینو ولایتونو کې د تګ په موخه له پاکستان سره ځینې پولې د لنډ مودې لپاره وتړل شوې، خو وروسته د دواړو خواوو قومونو په منځګړیتوب بیرته د تګ-راتګ پر مخ پرانیستل شوې.