د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ښځو پر کار بنديز؛ ګوتريش د طالبانو دا پرېکړه وغندله

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش په ننګرهار ولايت کې د دې سازمان په دفتر کې د ښځو پر کار بنديز په کلکه غندلی دی.

نوموړي تېره شپه (سې‌شنبه، ۱۵ د وري) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې که دا پرېکړه بيرته وانخيستل شي، نو دا به هغو کسانو ته د ملګرو ملتونو د حیاتي مرستې رسولو وړتيا کمزرې کړې چې اړتيا ورته لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) پرون اعلان وکړ چې طالبانو په ننګرهار کې د دې سازمان ښځينه کارمندانې له کار کولو منع کړې دي.

يوناما د دې بنديز په اړه انديښنه ښودلې.

دې دفتر طالبانو ته يادونه کړې چې د ملګرو ملتونو بنسټونه نشي کولای چې له ښځينه کارکوونکو پرته فعاليت وکړي او حياتي مرستې وړاندې کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کوم مهال چې دې ډلې په ملي او نړيوالو بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی و، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هغه مهال هم ويلي و، چې د ملګرو ملتونو کارمندانې له دې بنديزه مستثنا نه دي.