د کندهار د سوداګرۍ خونه: تېرکال مو تر ۳۳۰ ميليونه ډالرو زيات صادرات لرل

اطلاعات روز: د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، چې په تېر کال کې یې د څه باندې ۳۳۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېلا توکي بهرنیو هیوادونو صادر کړي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال انجنیر عبدالباقی بنا وايي، په تېر ۱۴۰۱ کال کې يې څه د پاسه درې لکه او ۳۴ زره ټنه بېلابېل توکي بهرنيو هيوادونو ته صادر کړي دي.

بنا زیاتوي، په صادراتو کې تر ټولو زيات تازه او وچې میوې او همدارنګه معدنیات، حبوبات او طبیعي نباتات شامل دي.

د ده په وينا: «۱۴۰۱ کال د صادراتو په باب يو ډېر ښايسته کال و، په دې کې زموږ تازه مېوه انار هم ۸۸ زره ټنه صادر شوي، خو په مجموع کې تازه مېوه یو لک، ۴۳ زره او ۹۳۸ ټنه صادره شوې او وچه مېوه ۵۵ زره او ۱۵۳ ټنه صادر شوې، په دې کې معدنيات ۷۰زره ټنه، حبوبات ۵۴ زره ټنه او طبیعي نباتات ۲۸زره ټنه صادر شوي دي.»

په ورته وخت کې کندهار کې بیا پانګوال د برېښنا پر نشت د وېزو پر ورکړې او لارې په اوږدو کې له شته ستونزو شکایت کوي.

دغلته د عبدالباري په نوم د تازه مېوو سوداګر خپلې لویې ستونزې د بریښنا نشتون د ویزو ورکړه او د بهر څخه د پیسو انتقال یادوي.

دی زياتوي، چې هرکال د تازه ميوو په موسم کې د ګاونډيو هيوادونو په تېره بیا د پاکستان له لوري د سرحدونو په اوږدو کې ورته ستونزې پېښېږي چې له امله یې د دوی تازه میوې پر وخت بازار ته نه رسیږي.

دی د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د سوداګرۍ په برخه کې دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه د وچې او تازه ميوې يو بل سوداګر حاجي نعمت الله وایي، د نورو کلونو په پرتله يې سږکال ستونزو ته پر وخت رسېدنه شوې ځکه په صادارتو کې یې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

دی زیاتوي، که څه کم هر کال د کندهار سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کې ستونزې جوړې شوي، خو بيا هم په خپلو هڅو بهرنيو هيوادونو ته په زياته اندازه صادارت کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې د نورو کلونو په پرتله له کندهاره څخه په صادراتو کې ۶۵ سلنه زياتوالی راغلی چې د مسوولينو په خبره دا د راتلونکي کال لپاره يو ښه زېری دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته