امنيت شورا د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بنديز په اړه غونډه کوي

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې لينډا توماس وايي، د دې سازمان امنيت شورا د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بنديز په اړه غونډه کوي.

نوموړې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۶ د وري) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې ښځې د افغانستان په ګډون د بشري عملياتو نه بېلېدونکې برخه ده چې اړمنو وګړو ته مهمې مرستې رسوي.

لينډا توماس ليکلي: «د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا غونډه کوي، تر څو د طالبانو له لوري له ملګرو ملتونو سره د ښځو د همکارۍ پر بندولو بحث وکړي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش په خپل تازه پيغام کې له طالبانو غوښتي چې له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار کولو بنديز دي سمدستي لغو کړي.

ده تېره شپه په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د ښځو پر همکارۍ بنديز د ابتدايي بشري حقونو د نه زغم وړ نقض دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (يوناما) تېره شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې طالبانو د ملګرو ملتونو سازمان ته خبر ورکړی چې په افغانستان کې هيڅ افغانه ښځه له دوی سره کار نشي کولای.

يوناما ويلي، چې د طالبانو دا پرېکړه په سختو ټکو غندي او پر وړاندې يې اعتراض کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې رزا اوتنبايوا ويلي، چې د طالبانو له لوري د دې سازمان په دفترونو کې  د ښځو پر کار بنديز به د افغانستان د خلمو لپاره سختې پايلې ولري.

دې زياته کړې چې افغانستان د اقتصادي «فلاکت» او انزوا له نور خطر سره مخ دی.