پکتیا کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: پکتیا کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، چې د دې ولایت په شواک او څمکنیو ولسوالیو کې د جلا ترافیکي پېښو پر مهال دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د پکتیا لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ترافیکي پیښې تېره ورځ (یکشنبه، ۲۰ د وري) رامنځته شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، لومړۍ پېښه د شواک ولسوالۍ اړوند «سټوکنډو» سیمه کې د یوې کورولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې پکې دوه کسان مړه شوي او درې نور ژوبل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د موټرسایکل او سوزکي موټر ترمنځ په ټکر کې یو کس ټپي شوی دی.

د لارو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي د دې سبب شوي، چې د کابل-ګردېز، ګردېز-خوست او ګردېز-پټان پر لویو لارو وخت ناوخت ترافیکي پیښې رامنځته شي چې د مالي زیان سربېره ځاني تلفات هم له ځانه سره لري.