کندهار کې طالبان: تېر یوه کال کې ۱۹۰۴ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د پولیسو مطبوعاتي مسوولین وایي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې يې یو زر او ۹۰۴ تنه د پېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.

د کندهار د امنيې قوماندان لپاره د طالبانو وياند حافظ صابر وایي، دغه کسان يې د جنايي، تروریزم، نشه‌يي توکو او نورو بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.

صابر وويل: «تېرکال مو يوازې د جنايي جرمونو لکه د قتل په تور ۴۹ تنه، د غلاوو په تور ۸۴۳ تنه، انسان تښتوونې په تور ۴۸ تنه، د ترافيکو حوادثو په تور ۱۲۳ تنه، د جنګ په تور۸۴، او همدارنګه د قماربازۍ، رشوت، جيل او تزويد، او غير قانوني اسلحې په تور ۷۵ تنه او د نور جرمونو په تړاو لسګونه نور کسان نیولي دي.»

دغه راز نوموړی زیاتوي، چې د تېر کال پرمهال يې پر سلګونه جريبه ځمکې باندې کرل شوي کوکنار او بنګ له منځه وړي دي.

دی وایي، د تېر کال په جريان کې یې په سلګونه کيلو نشه‌يي توکي لکه چرس، ښيښه، هيروين او ټابليټ k نيولي او دغه راز يې په سلګونه لېټره شراب هم نیولي دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، چې د نيول شويو کسانو قضيې يې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي او زنداني کېدو په تړاو به يې هلته پرېکړه کېږي.

په ورته وخت کې د کندهار اوسېدونکي د طالبانو له امنيتي مسوولينو غوښتنه کوي ترڅو د کندهار امنيت ته خپله توجه لا زياته‌ کړي.

دوی وایي، د څو مياشتو راهیسې په کندهار ښار او ولسواليو کې وسله والې غلاوې زياتي شوي چې ورسره يو وخت يې خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته